ملي دفاع وزارت منلې چې په بهسودو کې نسکوره شوې الوتکه د علي پور وسله والو ویشتلې ده

روهي (نۍ/۳۰ د کب)، د افغانستان ملي دفاع وزارت ومنله چې میدان وردګ ولایت کې پوځي چورلکه د علي پور وسله والو رانسکوره کړې.
ملي دفاع وزارت وايي، د دوی موندنې ښيي چې درې ورځې وړاندې د میدان وردګ ولایت په بهسود ولسوالۍ کې د افغان پوځ چورلکه د نا مسووله وسله وال علي پور کسانو ویشتلې ده.
یاد وزارت زیاتوي، چې د دغې پېښې عاملینو ته به سخته سزا ورکړي.
په بهسودو کې د یادې الوتکې د نسکورېدو په پېښه کې ۹ کسان ووژل شول چې ۴ تنه پیلوټان او ۵ تنه نور د امنیتي ځواکونو غړي وو.
د یادونې وړ ده چې په ميدان وردګ کې د وسله والو قوماندان عبدالغني علیپور له دې وړاندې منلې وه چې د تیرې چهارشنبې په شپه د ملي اردو یوه څرخي الوتکه د دوی په ډزو نسکوره شوې ده.