روهي (نۍ/۳۰ د کب)، په مسکو کې د سولې په ناسته کې له ګډون وروسته د افغانستان اسلامي جمهوریت پلاوی بیګاه بیرته کابل ته راستون شو.
د ملي پخلایني عالي شورا د رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ یاد پلاوی چې له سیاسي مشرانو، د ملي پخلاینې عالي شورا د رهبرۍ کمېټې له غړو، د افغانستان اسلامي جمهوریت مرکچي پلاوي څخه تشکیل شوی و په استازولۍ د مسکو په ناسته کې ګډون کړی.
ډاکټر عبدالله په یاده ناسته کې په خپلو خبرو کې په هېواد کې د تلپاتې سولې، د سولې خبرو اترو د چټکېدو، د تاوتریخوالي د کمېدو او سرتاسري اوربند غوښتنه وکړه او همدارنګه یې په خپلو خبرو کې د خلکو د حقونو په ځانګړي ډول د مېرمنو د حقونو په خوندیتوب یې ټینګار وکړ.
نوموړي د افغانستان اسلامي جمهوریت پلاوي د ترویکا هېوادونو د پراختیا ( روسیه، چین، امریکا، پاکستان) له لورې په هېواد کې د جنګ ختمېدل لپاره یو مهم ګام یاد کړ.
د ملي پخلاینې عالي شورا رئیس همدا راز د مسکو د کنفرانس په څنډه کې د یو شمېر ګډونوالو هېوادونو له استازو سره ولیدل او د ملي، سیمه ییزې او نړیوالې اجماع او د سولې پروسې د بریالیتوب په برخه کې یې د مسکو د سولې کنفرانس مهم ګام یاد کړ.
د یادونې وړ ده چې د افغان سولې په اړه د مسکو په کنفرانس کې ټولو ګډون کوونکو خواوو د سولې پروسې پر چټکتیا، د لاسته راغلي فرصت څخه د تلپاتې، عادلانه او سرتاسري سولې د ټنګښت په برخه کې پر ښې ګټې اخیستنې ټینګار وکړ.
وروستي