د شنو ممیزو د پروسس او صادراتو په برخه کې د ۲۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د پانګونې هوکړه لیک لاسلیک شو

روهي (جمعه /۲۹ د کب)، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وایي، چې د بڼوالۍ ځنځیري ارزښت د ودې سکټوري پروژې «HVCDSP» او د انار کرنیزو خدماتو شرکت ترمنځ د شنو ممیزو د پروسس اوصادراتو په برخه کې د ۲۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د پانګونې هوکړه لیک لاسلیک شو.

د کرنې وزارت د مسؤلینو په وینا چې دا هوکړه لیک پرون د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر ډاکټر انوارالحق حدي او د انار کرنیزو خدماتو شرکت مسوول تر منځ د کرنې په وزارت کې لاسلیک شو.

وزارت زیاتوي، چې ددې هوکړه لیک په لاسلیک کولو سره به د بڼوالۍ ځنځیري ارزښت د ودې سکتوري پروژه او د انار کرنیزو خدماتو شرکت د شنو ممیزو د پروسس او صادراتو په برخه کې ۲۴ میلیونه افغانۍ پانګونه کوي، چې ۵۰ سلنه یې د «HVCDSP» پروژې لخوا او ۵۰ سلنه به د انار کرنیزو خدماتو شرکت لخوا ورکول کېږي.

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر ډاکټر انوارالحق احدي ددې تړون د لاسلیک پرمهال وویل: "نن موږ د یوې سترې او حیاتي پروژې پرانیسته کوو. دا پروژه د هېواد د ملي اقتصاد په وده کې ستر رول لوبولی شي او د ځان بسایني په لور یو ستر ګام دی. هیله مو دا ده، چې په هېواد کې دننه کرنیز محصولات په اساسي ډول مدیریت شي او دې موخې ته د رسېدو لپاره ددې ډول  پروژو پلي کول ډېر اړین دي".

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت همدا راز وایي، چې په راتلونکو اوونیو کې به څلور نور ورته هوکړه لیکونه هم له خصوصي شرکتونو سره په بېلابېلو برخو کې لاسلیک شي.