روهي (جمعه/۲۹ د کب)، د افغانستان په اړه د مسکو د سولې غونډې په څنډه کې، د افغانستان د ملي پخلاینې عالي شورا رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت د سویلي آسیا د څانګې له سفیر او رئیس هاکان تیکین سره کتلي، چې په مسکو کې د ترکیې استازیتوب کوي.
د ملي پخلاینې عالي شورا له لورې په همدې موخه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د مسکو غونډې په څنډه کې، په دې لیدنه کې دواړو لورو د سولې پر هڅو، په دوحه کې روانو خبرو د مسکو کنفرانس پایلو او د افغانستان په اړه د ترکیې د سولې کنفرانس په اړه خبرې شوې.
خبرپاڼه زیاتوي چې ډاکټر عبدالله په دې لیدنه کې د ترکیې له استازي د افغان سولې په برخه کې د یاد هېواد له هڅو او دوامداره ملاتړ مننه وکړه او هیله یې څرګنده کړه چې په افغانستان کې د سولې هڅې به د خپلو ملګرو او متحدینو په همکارۍ سره ښې پایلې ولري.
خبرپاڼه همدا راز زیاتوي چې ترکي استازي هاکان له ډاکټر عبدالله سره په دې لیدنه کې د سولې لپاره د ترکیې پر ملاتړ او همکارۍ ټینګار وکړ.
وروستي