د ملي پخلاینې عالي شورا رئیس د افغانستان لپاره د پاکستان له ځانګړي استازي سره کتلي

روهي (جمعه /۲۹ د کب)، د ملي پخلایني عالي شورا مشر مسکو ته د خپل سفر پرمهال د افغانستان لپاره د پاکستان له ځانکړي استازي سره کتلي دي.

د ملي پخلاینې عالي شورا له لورې خپره شوې خبرپاڼه وایي، چې ډاکټر عبدالله عبدالله د مسکو د سولې غونډې په څنډه کې د افغانستان لپاره د پاکستان د اسلامي جمهوریت له ځانګړي استازي محمد صادق خان سره کتلي او په دوه اړخیزو همکاریو یې خبرې کړې دي.

په خبرپاڼه کې راغلې، چې د غونډې په جریان کې، دواړو لورو د سولې پر هڅو، دوحې خبرې، د مسکو کنفرانس پایلې، د افغانستان په اړه د ترکیې د سولې کنفرانس او ​​د پاکستان او افغانستان ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو په اړه خبرې شوې دي.