شاه محمود میاخېل: هر څوک چې د نظام خلکو خلاف دي پر وړاندې یې آرام نه کینو

روهي (جمعه/۲۹ د کب)، د ملي دفاع وزارت مرستیال شاه محمود میاخېل وایي، چې نظام او خلکو خلاف اشخاص او ډلې هغه که هر څوک دي په وړاندې به یې ځواب ووایي.

میاخېل چې نن یې د میدان وردګو ولایت کې رانسکوره شوې چورلکه کې د وژل شويو سرتېرو د جنازې مراسمو کې خبرې کولې وویل چې که علي پور وي، که طالب او یا هم بل جنایت کار، خو چې د نظام او خلکو خلاف وي، پر وړاندې یې آرام نه کېنو. 

نوموړي د میدان وردګو ولایت په بهسودو ولسوالۍ کې د نسکورې شوې چورلکې د پېښې په اړه وویل چې ددې پېښې په اړه څېړنې کوو او د خپلو ملګرو بدل ضرور اخلو.

افغان حکومت تراوسه د چورلکې راغورځولو په پېښه کې نېغ په نېغه د چا نوم نه دی اخیستی خو د علي پور ویاند ویلي چې شونې ده د دوی وسله والو وېشتلي وي.