نړیوال بانک له افغانستان سره د ۱۱۳ میلیونه ډالرو مرستو اعلان کړې

روهي (جمعه /۲۹ د کب)، نړیوال بانک له کرونا وبا سره د مبارزې او روغتیايي خدمتونو ته د خلکو د چټک او مساوي لاس رسي برخه کې له افغانستان سره د ۱۱۳ میلیونه ډالرو مرستې اعلان کړی.

په همدې موخه نړیوال بانک پخپل خپور کړي راپور کې ویلي، چې له یادې مرستې څخه ۶۰ میلیون ډالره یې د کرونا وبا واکسین د پېر او تطبیق لپاره ځانګړي شوي دي. 

د نړیوال بانک په اعلامیه کې راغلي، دغه بلاعوضه مالي مرسته چې مجموعي ارزښت یې ۱۱۳ میلیونو ډالرو ته رسېږي، له کرونا وبا سره د چټکې مقابلې او د افغانستان د روغتیایي سېسټم د چمتووالي پروژې له لوري به مصرف شي.