امریکا، چین، روسیه او پاکستان وایي چې د افغانستان مسله دې د خبرو له لارې حل شي

روهي (جمعه/۲۹ د کب)، د افغانستان په تړاو په مسکو کې د ترویکا غونډې څلورو ګډونوال هېوادونه، روسیې، امریکا، چین او پاکستان وایي، چې افغانستان کې سوله د خبرو له لارې د تر لاسه شوي سیاسي توافق له لارې راتلای شي.

په همدې موخه د څلورو واړه هېوادونو لخوا په خپور شوې بیان کې راغلې چې طالبان دې د ولسي مرګر ژوبلې د مخنیوي په پار له پسرلینو عملیاتو ډډه وکړي. 

په بیان کې دغه راز ویل شوي د ملګرو ملتونو امنیت شورا ۲۰۲۰ کال د پرېکړه لیک پر بنسټ چې په افغانستان کې د جګړې پای ته رسولو اړوند دی، دغه هېوادونه په افغانستان کې د "اسلامي امارت" بېا رامنځته کېدو ملاتړ نه کوي.