محمد صاق خان وایي چې د سیمې د پرمختګ لپاره اړینه ده ترڅو په افغانستان کې امن ټینګ شي

روهي (جمعه/۲۹ د کب)، د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق خان په مسکو کې په جوړه شوې غونډه کې د سیمې امنیت او پرمختګ د افغانستان په امنیت پورې تړلی.

صادق خان وایي، چې په افغانستان کې له سولې پرته د سیمه ییزې راشه، درشه، اقتصادي ودې، او د پاکستان او افغانستان د خلکو د سوکالۍ ګډ ارمان پوره کېدل ناشوني دي.

نوموړي چې د مسکو په غونډه کې یې پاکستان په استازیتوب ګډون کړی و همدا راز زیاته کړه چې هېواد یې په دې باور دی چې په مذاکراتو او حکومتولۍ کې پراخ ګډون به په افغانستان کې د تلپاتې سولې هدف ته رسېدو کې پام وړ مرسته وکړي او نړیواله ټولنه باید په دې حساسو شېبو کې له افغانستان سره د مرستې لپاره ښکېله پاتې شي.