سرګي لاوروف: خبرې اترې سولې ته د رسیدو یواځینۍ لار ده

روهي (جمعه/۲۹ د کب)، د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وایي، چې په افغانستان کې د ناامنیو دوام د ترهګرۍ د پیاوړتیا لامل کېږي او دا به د سیمې امنیت وګواښي. 

سرګي لاروف چې د مسکو غونډه کې یې خبرې کولې وویل، چې خبرې اترې او جوړجاړی په افغانستان کې سولې ته د رسېدو یواځینۍ لاره ده او دې برخه کې هر ډول ځنډ نور د زغملو نه دی. 

نوموړي هیله ښودلې چې په دوحه کې د افغان سولې روانې خبرې به د افغانستان د قضیې حل په برخه کې مرسته وکړي او نوموړي همدا راز ټینګار کړی، چې که اړتیا وي، مسکو کولای شي څو د بین‌الافغاني خبرو اترو کوربه ‌توب وکړي.