ولسمشر غني: افغانستان له ازادۍ پرته ژوند نشي کولای او دیکتاتوري په دې وطن کې پایله نه ورکوي

روهي (پنځه نۍ/۲۸ د کب)، ولسمشر غني وایي، چې له خبریالانو او رسنیو زموږ ملاتړ یواځې په خبرو نه دی، بلکې ده او لومړۍ مېرمن یې د خصوصي سکتور یو شمېر بنسټونو د خبریالانو له صندوق سره ۸۴۳ زره ډالر مرسته کړې.

ولسمشر محمد اشرف غني چې نن یې د خبریالانو د ملي ورځې په پار په ارګ کې جوړو شویو مراسمو ته وینا کوله وویل، چې د بیان ازادۍ مډال د ایجاد فرمان به صادر کړي او زیاته یې کړه چې افغانستان له ازادۍ پرته ژوند نشي کولای او دیکتاتوري په دې وطن کې پایله نه ورکوي.

 د نوموړي په وینا چې ۱۴۰ کاله کېږي چې افغانانو د بیان ازادۍ په لار کې قرباني ورکړې او ډاډ یې ورکړ چې دولت دنده لري ترڅو د خبریالانو امنیت لپاره په دې برخه کې یوه طرحه چمتو کړي، دده په خبره چې خبریالان نه یواځې د بیان ازادۍ، بلکې د افغانستان د راتلونکي مدافعین دي.

د یادونې وړ ده چې د خبریال ملي ورځې د نمانځنې په مراسمو کې روان کال ۱۳ وژل شویو خبریالانو ته د میر مسجدي خان او مېوند معرکې اتلې ملالۍ دولتي مډالونه هم ډالۍ شول.