روهي (پنځه نۍ/۲۸ د کب)، بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر وایي چې هڅه کوي ترڅو افغانستان یو ځل بیا د ترهګرۍ په ځاله بدل نشي.
حنیف اتمر چې د تهران ډیالوګ فورم دویمې انلاین غونډې ته یې وینا کوله وویل چې موږ له تیرو دوه لسیزو راهیسې د ترهګرۍ له ننګونو سره مخ یو او په دوامداره توګه کار کوو ترڅو ډاډ ترلاسه کړو چې افغانستان یو ځل بیا په سیمه کې د ترهګرۍ په ځاله بدل نه شي.
د نوموړي په وینا چې په افغانستان کې د سولې ټینګښت په سیمه ییز او نړیوال امنیت پورې تړلی او د سولې اړوند هر نوښت او طرحه يوازې هغه وخت کیدای شي چې اغزمنه ووسي، چې د افغانستان حکومت د اساسي قانون په چوکاټ کې وي او زموږ د خلکو د ارادې او شرایطو د سم درک پر بنسټ او د تلپاتې سولې چمتو کونکي وي، او د افغانستان د خلکو اقتصادي پرمختګ او هوساینې سره سمون ولري.
نوموړي همدا راز زیاته کړې، چې له طالبانو سره سوله هغه وخت شونې ده کله چې دوی له افغان حکومت سره صادقانه او معنی لرونکې خبرې وکړي او د اسلامي جمهوریت په چوکاټ او د تيرو دوه لسيزو ولسواکو لاسته راوړنو په رڼا کې زموږ د خلکو د مشروع غوښتنو درناوی وکړي.
وروستي