سبا د مسکو ناسته کې ګدون کوي؛ د حامدکرزي او عبدالله عبدالله په شمول افغان پلاوی مسکو ته لاړ 

روهي (څلورنۍ/۲۷ د کب)، د پخواني ولسمشر حامد کرزي او د مصالحې عالي شورا په مشرۍ د افغان حکومت يو پلاوی نن مسکو ناسته کې د ګډون لپاره روسيې ته لاړ. 

د مسکو ناسته سبا جوړيږي چې د افغان حکومت ۱۶ کسيز پلاوي او همدا ډول د افغان سولې لپاره د متحدو ايالتو ځانګړی استازی زلمی خليلزاد په کې ګډون کوي. 

د روسيې بهرنیو چارو وزارت ويلي دي چې له دغه ناستې يې موخې د افغانستان د سولې بهير ګړندي کول دي. روسيې افغانستان کې د موقت حکومت د جوړېدو وړانديز هم کړی، خو افغان خو يې پر وړاندې توند او منفي غبرګون ښوودلی.