افغان حکومت وایي چې د خبریالانو او رسنیو ازاد فعالیت ته ژمن دی او ساتنه یې کوي

روهي (څلور نۍ/۲۷ د کب)،  د افغانستان د ملي امنیت شورا له لورې په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې افغان حکومت د خبریالانو او رسنیو ازاد فعالیت ته ژمن او ساتنه یې کوي.

نن د کب ۲۷مه چې په هېواد کې د خبریالانو د ملي ورځې سره برابره ده د افغانستان د ملي امنیت شورا وایي، چې  په هېواد کې د خبریالانو او رسنیو ازاد فعالیت د افغان حکومت د تېرو دوو لسيزو یوه له مهمو لاس ته راوړنو شمېرل کېږي.

د ملي امنیت شورا له لورې خپره شوې اعلامیه کې راغلې چې، حکومت تل د خلکو د غږ د منعکسولو په موخه د رسنیو او خبريالانو ملاتړی دی او د دې لپاره یې بېلابېلې تګلارې جوړې کړې ترڅو خلک پر وخت مالومات ترلاسه او له حقایقو خبر شي.

د یادونې وړ ده، چې روان کال افغان خبریالان او رسنۍ هدف وګرځول شوې چې له امله یې ګڼو افغان خبریالانو خپل ژوند له لاسه ورکړ خو افغان حکومت یو ځل بیا د خبریال د ملي ورځې په مناسب د افغان خبریالانو او رسنیو ازاد فعالیت ته ژمنتیا ښودلې او د ساتنې ډاډ یې ورکړی.