ولسمشر غني: له ټاکنو پرته چاته واک نه پرېږدم 

روهي (څلورنۍ/۲۷ د کب)، افغان ولسمشر محمد اشرف غني د مسکو د ناستې په اړه ويلي دي چې له ټاکنو پرته به واک خوشی نه کړي. افغان ولسمشر ويلي دي چې که طالبان سبا هم ټاکنو ته تيار وي، دی تيار دی. 

نوموړي دغه څرګندونې د مسکو د ناستې په اړه تېره ورځ کابل کې "د افغانستان د بهرني سیاست لومړیتوبونو او ډيپلوماسۍ دستګاه د اصلاح" په نوم يو کنفرانس کې کړي دي. 

ولسمشر غني ويلي، "که چېرې طالبان همدا سبا ټاکنو ته حاضر وي، موږ چمتو یوو، خو له ټاکنو پرته خپل ځای ناستي د واک لېږد ته حاضر نه یم. ۴۲ کال جګړه بسنه کوي او موږ هم د نړۍ د ټولو ملتونو په توګه د ژوند کولو حق لرو."

ټاکل شوې  ده چې سبا د افغان دولت د ۱۶ کسيز پلاوي په شمول د روسيې په کوربتوب مسکو کې د افغان سولې په اړه ناسته جوړه شي.