د مسکو ناستې ته څوګ ځي؟ د افغان حکومت د تلونکي ۱۶-کسيز پلاوي نومونه 

ټاکل شوې ده چې سبا پنځه نۍ مسکو کې د افغانستان د سولې بهير په اړه د روسيې په کوربتوب ناسته جوړه شي. د روسيې بهرنيو چارو وزارت د دغه ناستې په اړه ويلي چې موخه يې ورڅخه د افغانستان د سولې بهير چټک کول دي. 

دغه ناستې ته د ولسمشر محمد اشرف غني، د مصالحې عالي شورا رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله په شمول، پخوانی ولسمشر حامدکرزی، ګلبدين حکمتيار، محمد کريم خليلي او يو شمېر نورې سياسي څېرې بلنه شوې وې. 

تازه هغه نوملړ رسنيز شوی دی چې د افغان حکومت په استازېتوب به ۱۶ کسان د مسکو په ناسته کې چې دوه ورځې وروسته جوړيږي، برخه واخلي. دغه ناسته د ترکيې له ناستې وړاندې جوړيږي او ټاکل شوې ده چې د افغان سولې بهير په اړه به راتلونکي اپريل کې د ملګرو ملتونو په مشرۍ د ترکيې ناسته هم جوړه شي. 

مسکو کې د روسيې په کوربتوب ناستې ته دغه سياسي څېرې ورځي: 
۱- د مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله؛ 
۲- د ولسي جرګې رئيس مير رحمان رحماني؛ 
۳- پخوانی ولسمشر حامد کرزی؛ 
۴- د ولسمشر پخوانی لومړی مرستيال عبدالرشيد دوستم؛ 
۵- د افغانستان د اسلامي ګوند مشر ګلبدين حکمتيار؛ 
۶- د ولسمشر پخوانی دويم مرستيال محمد کريم خليلي؛
۷- د مصالې عالي شورا مرستيال بابر فرهمند؛ 
۸- د سولې په چارو کې د دولت وزير سيد منصور سادات نادري؛ 
۹- د افغانستان د اسلامي جمهوريت د سولې مرکچي پلاوي مشر محمد معصوم ستانکزی؛
۱۰- د سولې مرکچي پلاوي غړی متين بيک؛ 
۱۱- د سولې مرکچي پلاوي غړی احمد نادري نادري؛ 
۱۲- د سولې مرکچي پلاوي غړې حبيبه سرابي؛ 
۱۳- د مشرانو جرګې لومړی مرستيال محمد علم ايزديار؛ 
۱۴- د سولې په چارو کې د دولت وزارت مرستيال عبدالله خنجاني؛ 
۱۵- د افغانستان اسلامي ګوند غړی عبدالستار خواصي؛ 
۱۶- او د افغانستان د اسلامي ګوند غړی غيرت بهير. 

په ورته وخت کې د امريکا متحدو ايالتو بهرنيو چارو وزارت ويلي دي، چې د افغان سولې لپاره د دوی ځانګړی استازی به هم د مسکو په ناسته کې ګډون وکړي. خليلزاد د افغان سولې لپاره د نړيوالې او سيمه ييزې اجماع د رامنځ ته کولو لپاره یو شمېر هېوادونو ته سفرونه کړي.