ولسمشر غني: طالبان د سولې اراده نه لري بلکې ترلاسه شوی فرصت سبوتاژ کوي

روهي (درې نۍ/۲۶ د کب)، ارګ د کابل، بغلان پوهنتون د استادانو پر موټر او په هرات کې د پاشدان بند پر ساتونکو د بریدونو پړه پر طالبانو ور اچولې  

د ارګ له لورې په همدې موخه خپره شوې اعلامیه کې ویل شوې چې ولسمشر غني د یادو بریدونو د غندنې پر مهال دا بریدونه د اسلامي او بشري ارزښتونو خلاف جنایت او د نه توجیې وړ بللي.

په اعلامیه کې همدا راز راغلې، چې د طالبانو له لوري د وروستیو تاوتریخوالیو زیاتوالی ښیي چې دا ډله نه یوازې د اوسني ناورین د سوله ییز او اساسي حل اراده نه لري، بلکې د وضعیت له پېچلي کولو سره د سولې برابر شوی فرصت سبوتاژ کوي.