د ېوالک، څک دېوال او که ولاړ دېوال

دا ځل بیا په یوه داسې کلي باندې لیکنه لرو؛ چې یو لوی پېښلیک په کې خوندي دی، هغه د جغتو ولسوالۍ شمال لور ته پروت د دېوالک کلی دی؛ ځوښي، سباڅنګ، سنځلې ،کلاندې او تېکې په منخ کې اباد شوی دی،  که په طبعي ډول ورته وګورو دا کلی د غونډیو په منځ کې خپل شتون راښیي چې له همدې مخې به دېوالک وي او په  واقیعت کې  دا څه د دېوالونو په ارزښت راټول دي.

 دېوالونه که څه هم ډېر وړاندې جوړشوی دي خو تر ننه یې خپل ارزښت له لاسه ورکړی نه دی چې د ځان ساتنې ، پولې ټاکنې ،ښارساتنې ،هېوادساتنې، هستوګنځي، ملکیت خوندي کولو، ښکلا، یادښتونو اوتاریخي څلو لپاره په بېلا بېلو بڼو جوړ شوي دي او لا د جوړېدو په حال کې دي.

په نړۍ کې د دېوالونو د جوړښت مخینه له میلاد څخه هم وړاندې ده، خو زموږ په هېواد کې هم دا څه تر نورو کم نه دي؛ هغه د کابل ښار په منځ کې د اسمایي  او شېر دروازې په غرونو کې د یفتلیانوپه زمانه کې په پنځمه زېږدیزه پېړۍ کې راهسک شوی دی اود بابرشاه او احمدشاه بابا په وختونو کې دوه ځله رغېدلی دی. 

همدا شان اوس نو دېوالک کلی چې دوه تر دری سوه کاله وړاندې مخکې پرې هستوګنه شوې ده ، د هماغه وخت د خلکو له خولې را پاتې معلومات ښیي چې په دې ځای کې یو ولاړ دېوال  شتون درلود چې دېوالک یې له مردلې له کلي سره نښلولو چې  اوږدوالی یې تقریبا د اوه کیلومترو په شاو خوا کې و، تنها په دوه ځایونو کې چې مردلې او دېوالک په کلیو کې پاتې شوني موندل شوي دي، سور یې د تهدابونو له مخې دوه متره دی، دا سلطان محمود غزنوي د سلطنت پر وخت غرڅه (وحشي ژوي) د دېوال تر څنګ تېرېدل، دا په دې مانا چې دا دېوال تر دې اندازې لوړ و چې دا ډول ژوي ترې تېرېدلی نشوی،  د همدغه پاتې شونو له مخې څرنګه چې دلته د مېشت کېدو پر وخت دېوال یوه برخه هسکه وه نو دېوالک ونومول شو.

که څه هم  د جغتو د تاریخي مخینې په اړه د زاهېر تسوان لاسوند شتون لري،همدا شان کېدای شي د دې دېوال جوړښت  مخینه ډېر لرغونو زمانو ته ور وګرځي ، هماغه پا چایان چې د جغتو په مختخلفو برخو کې یې د خپل ځواک مانورې کولې کېدای شي دوی د حرم سرای یوه برخه وي، یا د سلطنت د دربار د ساتنې د کمربندپه موخه  رامنځ ته شوی وي، تر ډېره شک په یفتلیانو باندې کېدای شي چې په جغتو کې د سلطان بند ته څېرمه  ابتلې په نوم باندې کلی هم شته دی ، څرنګه چې په هېواد کې دا ډول  دېوالونومخینه د یفلتیانو ته ورګرځي چې دوی دا ښه شهکار د کابل تاریخي دېوال دی، دا دېوال  چې د دېوالک نوم ورڅخه را وتلی دی ؛ځګه پاتې شوی نه دی چې زیات لرغونی دی ،د همدغه وخت وروسته ورته سیمو ته خلکو او چارواکو پاملرنه کمه شوې ده او بیا رغونې لپاره یې هېڅ ګام اخستل شوی نه دی.

اوس نو پوښتنه دا ده ؛چې دا اوس د ېوالک ، څک دېوال او که ولاړ دېوال دی، دېوالک که په دري ژبه کې وڅېړل شي د وړوکي دېوال مانا ورکوي حال دا چې دا دېوال ډېر اوږدوالی لري حال دا چې دا پښتو نوم دی څک دېوال به ځګه ورته واویو د هغه ځمکو پرتله چې دا دېوال په کې اباد وو لوړې وې چې دلته د څک کلیمه د څوکې یا د غره د لوړې برخې سره تړاو مومي او ولاړ دېوال به ځګه ورته واویو چې د دېوالک د کلیمې د نچوړ څخه د ولاړ دېوال نوم را وځي، د کوم چې پدې ځمکه د کلي د ابادېدو پر وخت شتون درلود .