
د کلي ماشومانو په خپل مينځ کې لوبې کولې د دوى تر څنګ په تير شوي خام سړک باندې موټرونه او د کوچيانو کاروانونه تلل او راتلل ماشومان به د موټرو په دوړو کې ورک شول او بيا به ښکاره شول يوه زړه لارۍ په سړک باندې ورو ورو راروانه وه ، هلکانو ته نيږدې راتاو شوه او د هغې کلا مخې ته ودريده چې اوس په کنډواله بدله شوي وه او غټه د لرګي دروازه يې راکږه او څه برخه يې سوزيدلي هم وه.
له لارۍ څخه قادرخان راکوز شو دکلا په ليدو يې زړه ودرديده او هغه ورځې ورپه زړه شوې چې د دې کلا مخې ته به يې لوبې کولې پلار يې دکلي ملک ؤ او د هوښيارۍ اوازه يې تر ليرې ليرې تللي وه د تنکۍ ځوانۍ شيبې يې ځغلنده تر نظر تيرې شوې او بيا دهغې ورځې په ياد کې شو...
په کلي د توپونو او د الوتکو دبمونو باران ؤ هر څوک په منډه وو د ټوپکو کړسهار د سړي غوږونه کاڼه کول قادر خان له مور او پلار سره په بيړه له کلا راووت او ډک ډوک کور يې پريښود پر سرک يې له ليرې د خپل تره موټر وليد او چې رانيږدې شو نو د تره ځوى يې پکې ناست ؤ دوى ته يې وويل چې په کورکې يې ناڅاپه توپ ولګيده مور اوپلار يې دواړه شهيدان شول او دى دکلي د خلکو د خبرولو لپاره ولاړ خو په کلي کې ژوندى سرى نه ؤ کله چې بيرته راغى نو کور يې له ټوپکمارو ډک ؤ دى هم دکور په مخکې د پلار ولاړ موټر ته وروخوت او ځان يې ژوندى راوويست ، بيا دمهاجرت د کړاوونو يادونو پسې واخيست ، په سوچونو کې ډوب شو کلا ته ورننوتى ؤ او له سترکو يې اوښکې روانې وې چې ناڅاپه يې د ماشومانو چيغو ته پام شو مخکې مه ځه ماينونه...
او د قادر خان مخې ته دوړې پورته شوې...
خلک له هديرې څخه دکلي په لور روان وو او د ښځو او نارينه وو په مخونو باندې د اوښکو وچې ليکې پاتې وې .
په مينه - مومند محمدي اڅړ