بيا کابل ته راغلی؛ خليلزاد له  غني او عبدالله سره يې کتلي 

روهي (دوه نۍ/۲۵ د کب)، د افغان سولې لپاره د امريکا متحدو ايالتو ځانګړی استازی زلمی خليلزاد کابل ته راغلی؛ له ولسمشر غني او د مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله سره يې کتلي دي. 

ولسمشرۍ او سپيدار ماڼيو هم کابل ته زلمي خليلزاد او ور سره ناستو پخلی کړی دی. په خبر پاڼو کې ويل شوي دي چې دغه لېدنو کې د سولې په اړه د وروستیو مسايلو په اړه خبرې شوې دي. 

د ولسمشرۍ ماڼۍ په خبرپاڼه کې ويل شوي دي، "د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني نن مازدیګر د افغانستان سولې لپاره د امریکا متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي ډاکتر زلمي خلیلزاد سره په ارګ کې وکتل.

په دې کتنه کې، ډاکتر زلمي خلیلزاد د وروستیو سفرونو او فعالیتونو په اړه جمهوررئیس ته معلومات ورکړل او دواړو لوریو د سولې پروسې او په دې اړه د راتلونکو اقداماتو په اړه بحث او خبرې وکړې."

همدا ډول ډاکټر عبدالله عبدالله پر خپلې فېسبوک پاڼې لېکلي چې له خليلزاد سره د مصالحې عالي شورا د وروستي ناستې او اړوند نورو مسايلو خبرې کړې دي.