طارق آرین: ولس حق لري چې د اړينو امنيتي او ضد امنيتي موضوعاتو په تړاو پوه شي

روهي (دوه نۍ/۲۵ د کب)، د افغانستان د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین د هغې ادعا په اړه سپیناوی غوښتی چې ویلې یې دي د چاودیدونکو توکو د لیږد قضیه کې د هېواد یوه خصوصي رسنۍ د لاس لري.

په همدې موخه د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین ویلې، چې "همدا ولس دی چې هره ورځ قرباني کيږي او د هغه څه په اړه چې خپاره کړي مې دي ډير ژر نور جزيات خپروم".

نوموړي زیاته کړې چې د اطلاعاتو د خپرولو لړۍ په درې مرحلو کې ترسره کيږي؛ لمړني، انکشافي او وروستي، دمګړۍ په انکشافي پړاو کې يو او هغه څه چې خپاره شوي مستند دي. نه پټيدونکي شواهد موجود دي او پيښه ممکن نور اړخونه هم ولري.