ډاکټر عبدالله: د نړیوالو متحدینو په همکارۍ د سولې هڅو ته دوام ورکوو

روهي (دوه نۍ/۲۵ د کب)، د ملي روغې جوړې شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله پرون یکشنبه د اروپایي ټولنې له سفیرانو او استازو سره کتلي.

ډاکټر عبدالله عبدالله د اروپایي هېوادونو له استازو سره په دې لیدنه کې د سولې په برخه کې په وروستیو بدلونونو، د امریکا متحده ایالاتو په وړاندې شوې طرحه، د مسکو او ترکیې په ناستو خبرې کړي او د سولې ټنګښت په برخه کې یې د افغان حکومت له کلک عزم او ارادې ډاډ ورکړی.

د ملي روغې جوړې شورا مطبوعاتي دفتر وایي، چې ډاکټر عبدالله د خپلو خبرو په دوام د اروپایي ټولنې له دوامداره مرستو او له افغان سولې د ملاتړ له امله په مننې وویل، چې د نړیوالو متحدینو او دوستانو په مرسته به افغانستان کې د یوې تلپاتې سولې د ټنګښت لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

په یاده لیدنه کې همدا راز د اروپایي ټولنې سفیر اندریس وان د افغان سولې پروسې، د امریکا متحده ایالاتو د  طرحې او د ترکیې د کنفرانس په تړاو د اروپایي ټولنې نظر څرګند کړ او زیاته یې کړه چې اروپایي ټولنه د افغان سولې پروسې او لاسته راوړنو ملاتړ کوي.