په میانمار کې د پوځ ضد لاریونونو پرمهال ۳۸ لاریونوال وژل شوي

روهي (دوه نۍ/۲۵ د کب)، تازه راپورونه وایي+ چې په میانمار کې د پوځ ضد لاریونونو پرمهال تېره ورځ په دغه هېواد کې د پوځ په برید کې ۳۸ لاریون کوونکي وژل شوي دي. 

راپورونه وایي، چې د لاریون کوونکو او پوځیانو ترمنځ په تاوتریخوالي کې یو پولیس هم وژل شوی دی، خو د رسنیو د راپورنو له مخې چې د وروستي تاوتریخوالي پرمهال د مرګ ژوبلې دا شمېر ممکن له دې هم لوړ وي.

په میانمار کې وروسته له هغه سخت لاریونونه پيل شول چې پوځ د آن سا سوچي پر ضد کودتا وکړه او نوموړې یې له واک ګوښه او بندي کړه چې اوس هره ورځ په دې هېواد کې لسګونه کسانو ته په دغه لاریونونو کې مرګ ژوبله اوړي.