طالبانو دوحه کې د زلمي خلیلزاد او قطر د بهرنیو چارو وزیر په ګډون درې اړخیزه ناسته کړې

روهي (دوه نۍ/۲۵ د کب)، تېره ماسخوتن د طالبانو د سیاسي دفتر مشرانو د افعانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي او د قطر د بهرنیو چارو وزیر درې اړخیزه ناسته کړې.

د طالبانو د قطر دفتر ویاند محمد نعیم وایي، چې تېره شپه د سياسي دفتر رئيس ملا برادر آخوند، د مذاکراتي ټيم مشر شيخ عبد الحکيم حقاني او ور سره پلاوي د قطر د لومړي وزیر مرستيال او بهرنيو چارو وزير شيخ محمد بن عبد الرحمن آل ثاني او د امریکا ځانګړي استازي ډاکتر زلمي خليلزاد او ور سره پلاوي تر منځ درې اړخيزه ناسته شوې.

وردګ زیاتوي چې په یاده ناسته کې د دوحې توافقنامې د تطبيق، د افغانستان پر روان وضعيت او د بين الأفغاني مذاكراتو په روان بهير خبرې وشوې.