ډاکټر عبدالله: د افغان سولې په اړه د امریکا د وړاندې شوې طرحې په تړاو باید روښانه دریځ ولرو

روهي (یوه نۍ/۲۴ د کب)، د ملي پخلاینې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله وایي چې د افغان سولې په تړاو د امریکا د وړاندې طرحې، سیمه ییزو او نړیوالو غونډو په تړاو باید روښانه او واضح دریځ ولرو

ډاکټر عبدالله چې نن یې د مصالحې شورا د پنځمې ناستې په پرانیسته کې خبرې کولې وویل چې دا ناسته ډېره حیاتي ده، موږ باید د امریکا متحده ایالاتو له خوا د وړاندې شوې طرحې او د افغان سولې په تړاو سیمه ییزې او نړیوالې ناستې چې په نږدې راتلونکې کې به پیل شي، باید روښانه او واضح دریځ ولرو.

د نوموړي په خبره چې دوی د بحثونو له طرحې وېره نلري خو د افغانانو او د افغانستان اسلامي جمهوریت برحقه غوښتنې باید روښانه شي.

په ناسته کې چې د حکومت د لوړ پوړو چارواکو، پخواني ولسمشر حامد کرزي په ګډون د هېواد سیاسي مشرانو ګډون کړی و د امریکا متحده ایالاتو د وړاندې شوې طرحې او د افغان سولې په تړاو د سیمه ییزو او نړیوالو ناستو په اړه بحث وشو.

 د غونډې ګډونوالو همدا راز په هېواد کې د سولې ضرورت ته په کتو په ټینګار سره په هېواد کې د سولې ټنګښت په برخه کې له هر ګام څخه هرکلی وکړ.