عبدالله: د احصایې او مالوماتو ملي اداره دې له هغو کړنو ډډه وکړي چې ملي یووالي ته زیان رسوي

روهي (یوه نۍ/۲۴ د کب)، د افغانستان د ملي پخلاینې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله د احصایې او مالوماتو ملی ادارې وروستۍ پریکړې ته غبرګون ښودلی. 

ډاکټر عبدالله د افغانستان د مالوماتو او احصایې ملي ادارې د هغې پریکړې چې له مخې یې په اساسي قانون کې ثبت شویو ۱۴ قومونو ترڅنګ ۵۴ نور قومونه هم کولی شي چې برېښنايي پېژندپاڼو کې د خپل قوم نومونه ثبتولی شي په غبرګون کې ویلې چې د لویو او حساسو ملي مسلو په اړه پریکړه کول په ملي او لویه کچه بحث او مشورې ته اړتیا لري.  

نوموړی وایي، چې په داسې یو وخت کې چې افغانستان د هېواد په عمده مسلو کې اتحاد او اتفاق اړتیا لري، نو دا باید له داسې مسایلو څخه مخنیوی وکړي چې د خلکو یووالي ته زیان رسوي.

عبدالله همدا راز زیاتوي، چې د احصایې او مالوماتو ملي اداره باید دا غلطي د هېواد عمومي ګټو او د افغانستان د خلکو یووالي لپاره اصلاح کړي او د داسې کړنو څخه دې ډډه وکړي چې ملي یووالي او د هېواد عمومي ګټو ته زیان رسوي.

د یادونې وړ ده چې له دې وړاندې د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش او د جمعیت اسلامي ګوند مشر صلاح الدین رباني هم د احصایې او مالوماتو ملي ادارې لخوا یاده وروستۍ پریکړه غېر عادلانه بللې وه.