په میانمار کې د کودتا ضد لاریونونو پرمهال ۲۵ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

روهي (یوه نۍ/۲۴ د کب)، په میانمار کې د دې هېواد پر مشرې انګ سان سوچي له پوځي کودتا او له واکه د نوموړي د پرزولو پر ضد لا هم لاریونونه روان دي. 

تازه راپورونه وایي، چې نن په دغه هېواد کې د پوځ له لوري په تازه تاوتریخوالي کې ۱۱ لاریونوال وژل شوي دي او ۱۴ نور ټپیان شوې دي.

چارواکي وایي چې دوی له لاریونوالو څخه د شاتګ غوښتنه کړې وه خو هغوی د حکومتي ودانیو پر لور خپلو حرکتونو ته دوام ورکړ چې د پوځیانو له غبرګون سره مخ شول. 

په میانمار کې له دې وړاندې هم د پوځ ضد لاریونونو پرمهال لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.