د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر د خپل سیال مولود چاووش اغلو سره د سولې په اړه خبرې کړي

روهي ( یوه نۍ / ۲۴ د کب )،بهرنیو چارو وزیر د ترکیې لخوا د سولې مذاکراتو د راتلونکي پړاو کوربه‌توب ستاینه وکړه.
 
د بهرنیو چارو وزیر، محمد حنیف اتمر او د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو، د يوې تليفوني اړيکې په ترڅ کې د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا، د څو اړخیزو همکاریو پیاوړتیا، د آسیا زړه - استانبول پروسې د بهرنیو چارو وزيرانو نهمې ناستې چې د مارچ په آخر کې به د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبه ښار کې جوړيږي او د ترکیې په کوربه توب د افغانستان د سولې مذاکراتو راتلونکي پړاو د ترسره کیدو په اړه، تلیفوني خبرې کړي.
 

د بهرنیو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر وایي اتمر د افغانستان سولې مذاکراتو راتلونکي پړاو کوربه توب لپاره د ترکيې چمتووالي څخه د یو با ارزښته او معتبر دوست او ملګري په توګه ستاينه وکړه او د غونډې د اهدافو، اجندا، برخه اخیستونکو او پایلو په اړه یې د تماسونو او سلامشورو پر زیاتولو ټینګار وکړ. 
 
بهرنیو چارو وزیر زياته کړه چې تمه کیږي د ترکیې ناسته به د اوربند خوندي کولو او د افغانانو د غوښتنې سره سم یوه سیاسي حل ته د رسیدو په لور یو مثبت ګام وي.
 
 ښاغلي اتمر همداراز د آسیا زړه - استانبول پروسې هېوادونو د بهرنیو چارو وزيرانو نهمه ناسته د افغانستان د سولې مذاکراتو د دوهم پړاو لپاره د مشورو او چمتووالي لپاره، ښه فرصت وباله.
 
په همدې توګه، د ترکيې بهرنیو چارو وزیر دوحې ته د خپل وروستي سفر او د قطر او روسیې د بهرنیو چارو وزیرانو سره د افغانستان د سولې مذاکراتو په اړه د لیدنې په هکله خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې د ترکیې ناسته به د دوحې بدیل نه بلکه د هغې تکمیلونکي وي. 
 
د وزارت بیان له مخې چاووش اوغلو وویل چې اکثریت ښکېلو اړخونو د ترکیې په ناسته کې د ګډون لپاره چمتووالی ښودلې ده او ترکیه هم د ایران او پاکستان سره د افغانستان او ترکیې په جلا جلا درې اړخیزو غونډو کې د ګډون لپاره چمتووالی لري.