روهي (یوه نۍ/۲۴ د کب)، د بهرنیو چارو وزارت وایي، چې د هېواد د بهرنیو چارو وزیر د ترکیې د د بهرنیو چارو وزیر سره تلیفوني خبرې کړې دي.
دبهرنیو چارو وزارت وایي، چې محمد حنیف اتمر او د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو، د تليفوني اړيکې په ترڅ کې د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا، د څو اړخیزو همکاریو پیاوړتیا او د ترکیې په کوربه توب د افغانستان د سولې مذاکراتو راتلونکي پړاو د ترسره کیدو په اړه، تلیفوني خبرې کړي دي.
د بهرنیو چارو وزارت له لورې په همدې موخه خپره شوې خبر پاڼه کې راغلې چې" حنیف اتمر د افغانستان سولې مذاکراتو راتلونکي پړاو کوربه توب لپاره د ترکيې چمتووالي څخه د یو با ارزښته او معتبر دوست او ملګري په توګه ستاينه وکړه او د غونډې د اهدافو، اجنډا، برخه اخیستونکو او پایلو په اړه یې د تماسونو او سلا مشورو پر زیاتولو ټینګار وکړ".
خبرپاڼه زیاتوي، چې د بهرنیو چارو وزیر تمه وښوده چې د ترکیې ناسته به د اوربند خوندي کولو او د افغانانو د غوښتنې سره سم یوه سیاسي حل ته د رسیدو په لور یو مثبت ګام وي.
د هېواد له بهرنیو چارو وزیر سره د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر ویلې، چې د انقرې ناسته به د دوحې بدیل نه بلکه د هغې تکمیلونکي وي، نوموړي همدا راز ډاډ ورکړی چې اکثریت ښکېلو اړخونو د ترکیې په ناسته کې د ګډون لپاره چمتووالی ښودلی دی.
وروستي