
روهي (یوه نۍ/۲۴ د کب)، د کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابي وایي، چې افغان امنیتي ځواکونه له خپلې خاورې د دفاع وړتیا لري.
اندرابي په تازه یوه مرکه کې ویلي، چې که امریکايي ځواکونه له افغانستان ځي، نو افغان ځواکونه د دې وړتیا او ځواک لري چې له ښارونو او ټولو هغو سیمو څخه چې اوس امنیتي ځواکونه پکې شتون لري، دفاع او ساتنه وکړي.
د نوموړي په خبره چې افغان امنیتي ځواکونو
روان کال طالبانو ته وښوده چې دوی له خپلې خاورې د دفاع وړتیا لري او طالبان نه شي کولی چې سیمې ونیسي.
د یادونې وړ ده چې له دې وړاندې هم افغان لوړ پوړو امنیتي چارواکو افغان ځواکونه د جګړې په ډګر کې بریالي بللې و او تازه دفاع وزارت هم ویلې، چې دا مهال په افغانستان کې ۹۷ فیصده پوځي عملیات په خپلواک ډول د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو له خوا کېږي.