ټولګټو چارو وزارت: د سالنګ لار د ترافیکو پر مخ وتړل شوه

روهي (یوه نۍ/۲۴ د کب)، د ټولګټو چارو وزارت وایي، چې په سالنګ کې د واورو اوريدو او تېز باد له امله چې د لیدلو ساحه لنډه کړې او موټر چلوونکي له ګواښ سره مخ کوي دا لار د لنډ وخت لپاره تړل شوې.

د ټولګټو وزارت وایي، چې د سالنګ مسؤلینو د لنډې مودې لپاره دا لار د ټرافیکو پر مخ تړلې او له مسافرو سره مرسته کوي چې خوندي ځایونو ته انتقال شي،  د دوی په وینا چې د یادې لارې د خلاصون لپاره یې خپل ټیمونه په سیمه کې په کار بوخت دي.

د یادونې وړ ده، چې د سالنګ لار له هغه وروته د ترافیکو پر مخ وتړل شوه چې په سالنګونو کې له ۳۰ تر ۴۰ سانتي مترو واوره اورېدلې.