ملګري ملتونه وایي د افغانستان د سولې له مسئلې سره بشپړې همکارۍ ته تیار دي

روهي (یوه نۍ/۲۴ د کب)، د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ویاند په یوه خبري غونډه کې د خبرو پر مهال ویلي دوی په افغانستان کې ددایمي سولې غوښتونکي دي او له هغه پرېکړو ملاتړ کوي چې د افغانانو په خوښه ترسره کېږي.

سټیفان ویلي د افغانستان د سولې د پروسې په اړه د ملګرو ملتونو عمومي منشي له ګڼو هېوادونو سره په اړیکه کې دی او داسې ښکاري چې نړیواله ټولنه په دې تړاو مثبت ګامونه اخلي. هغه زیاته کړې دوی له قطر، امریکا، روسیې، ترکیې او نورو ګڼو هېوادونو سره پر افغان سوله خبرې کړې دي. 

ملګري ملتونه وایي، تمه لري چې ژر تر ژره په افغانستان کې روانه جګړه ختمه کړل شي او افغانان په خپل هېواد کې سوله ییز او امن ژوند ولري.