په سریلانکا کې حکومت د چادري پر اغوستو او مدرسو د بندیز پریکړه کړې

روهي (یوه نۍ/۲۴ د کب)، د سریلانکا حکومت په هېواد کې د چادري پر اغوستلو او له ۱۰۰۰ زیاتو دیني مدرسو د بندیز پرېکړه کړې ده.
 
د سریلانکا د ولسي امنیت وزیر سرات ویراسکیرا پرون د شنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل، چې د امنیت په خاطر یې په همدې موخه یې یوه پریکړه د جمعې په ورځ کابینې ته د منظورۍ لپاره لېږلې.

ویراسکیرا ویلي "زموږ په لومړیو ورځو کې به مسلمانو ښځو او نجونو چادري نه اغوسته، دا د مذهبي توندروۍ نښه ده چې په وروستیو کې رامخته شوې ده، موږ به ضرور بندیز پرې لګوو".

د یادونې ده چې په سریلانکا کې- چې اکثر خلک یې بودایي مذهبه دي- په 2019م کال کې هغه وخت د چادري پر اغوستلو د لنډې مودې لپاره بندیز لګول شوی وو، چې پر هوټلونو او کلیساګانو بمي چاودنې شوې وې.