ولسي جرګه: د پاکستان پارلمان مشر کابل ته راځي

روهي (نۍ/۲۳ د کب)، د افغانستان د ولسي جرګې مطبوعاتي دفتر په وینا چې نن د هېواد د ولسي جرګې رئیس په کابل کې د پاکستان له سفیر سره کتلي دي.

د ولسي جرګې د مطبوعاتي دفتر په وینا چې د ولسي جرګې رئيس میر رحمان رحماني او په کابل کې د پاکستان له سفیر احمد منصور خان سره کتلي دي چې دواړو خواوو په دې لیدنه کې د سیمې پر روان وضعیت، سیمه‌ ییزې اجماع، د ترکیې او روسيې پر راتلونکو کنفرانسونو او دغه راز کابل ته د پاکستان د پارلمان رئيس پر راتګ خبرې کړې دي.

کابل ته د پاکستان پارلمان د مشر اسد قیصر د راتګ د وخت په تړاو دقیق څه نه دي ویل شوې خو ویل کیږي چې په یاده لیدنه کې دواړو خواوو په دې تړاو هم خبرې کړې دي.