پوهنې وزارت: د کابل د پوهنې ریاست لخوا صادر شوی مکتوب د دوی د موقف او پالیسۍ څرګندوی نه دی

روهي (نۍ/۲۳ د کب)، د پوهنې وزارت وایي چې په ښوونځیو کې د نجونو پر ترانو د بندیز په اړه د کابل د پوهنې ریاست لخوا د صادر شوې مکتوب بشپړه ارزونه کوي.

یاد وزارت په همدې موخه خپره کړې اعلامیه کې ویلې چې د یادې موضوع بشپړه څیړنه کوي او وروسته به یې پایلې له خلکو سره شریکې کړي.

د پوهنې وزارت په اعلامیه کې همدا راز راغلې چې دوی په کلکه له هغه فعالیتونو ملاتړ کوي، چې زده کوونکو ته په ټولنیزو ډلو کې لکه د ترانې ویلو، څارندوی، ورزشي فعالیتونو  لپاره د ګډون فرصتونه رامنځته کوي او وزارت په دې برخه کې د ټولو زده کوونکو رضاکارانه ګډون هڅوي او له نصاب نه بهر برنامو کې يې پر ګډون ویاړي.

د یادونې وړ ده چې د کابل د پوهنې رياست څو ورځې وړاندې د يو مکتوب له لارې اعلان وکړ چې له دې وروسته له ۱۲ کلونو پورته نجونې په هغو غونډو کې ترانه او سرود نشي ویلی چې سړي هم پکې وي، چې وروسته دې چارې ګڼ غبرګونونه را وپارول.