بريښنافکري انجمن پرافغان ليکوال او خبريال باندي د تيزاب پاشلوبريدپه کلکه غندي

 مطبوعاتي اعلاميه
   کندهار                                                                                           نیټه : ۲۹/جدي/۱۳۸
  بریښنافکري انجمن ، پرافغان خبریال ، لیکوال او تحلیلګررزاق مامون باندي د تیزاب پاشلو برید په کلکه غندي او دعاملینود نیولو او ژرترژره دمجازاتولو غوښتنه يي کوي.
رزاق مامون تیره شپه خپل کورته پرلاره و چي د نامعلوموکسانوله خوایي پرمخ باندي تیزاب وپاشل سول ، موږ داد حکومت دنده ګڼوچي د افغانانودمدني ازادیو، په خاصه توګه د بیان او رسنیودخپلواکۍ کلکه ننګه وکړي اوپرینږدي چي د افغان ولس د ولسواکۍ او ازادۍ دښمنان له افغانانوڅخه د هغوی مدني ازادي سلب کړي.
پرښاغلي رزاق مامون باندي برید، داپه ډاګه کوي چي لاهم په ټولنه کي د بیان دازادۍ او ولسواکۍ ضد عناصرسته او فعال دي ، زموږپه باورکه حکومت پرسردوخت د مطبوعاتي فعالانواو روښنفکرانوننګه ونه کړي نو کیدای سي د بیان او مطبوعاتودغه تته رڼالاتته سي.
 
د بریښنافکري انجمن ـ کندهار، له افغان حکومت څخه په خاصه توګه له امنیتي ارګانونوڅخه جدي غوښتنه کوي چي د رزاق مامون دوسیه ترجدي څیړنواوتحقیقاتولاندي ونیسي ترڅو د بیان او مطبوعاتو ازادي له ګواښ سره مخ نه سي.
 
د لانورو معلوماتو لپاره پردي اړیکوتماس ونیسئ!
 
احمد فرزان ، د بریښنافکرانجمن ـ کندهار، مشر: 0700335390ـ 0797248370