امریکا له ملګرو ملتونو سره د افغان جګړې پر حل خبرې کړې دي

روهي (نۍ/۲۳ د کب)، د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلنکن د ملګرو ملتونو له سر منشي انتوییو ګوتریش سره پر افغانستان غږیدلی دی.

د ملګرو ملتونو د سر منشي سره د بلنکن د لیدنې په تړاو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له لورې په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوې چې دواړو لوریو په دې کتنه کې په افعانستان کې د جګړې پر پای ته رسیدو ټینګار او خبرې کړې دي.

خبر پاڼه زیاتوي چې د بهرنیو چارو وزیر بلنکن د ملګرو ملتونو له سر منشي ګوتریش څخه د دایمي اوربند، تل پاتې او عادلانه سیاسي توافق په اړه د خبرو د پرمخ وړلو په برخه کې د همکارۍ له ژمنې مننه وکړه.