ننګرهار کې د کبانو له فارمونو څخه شپيته ټنه د کبانو غوښه بازار ته وړاندې کیږي

 

روهي (نۍ/۲۳ د کب)، د ننګرهار د کرنې ریاست چارواکي وایي، چې په ننګرهار کې هر کال ۶۰ ټنه د کبانو غوښه بازار ته وړاندې کیږي.

د چارواکو په وینا، چې دا فارمونه د کرنې رياست FAO ،RRAA او NHLP موسسو په مالي لګښت سره رود، بهسودو، کامې، مومندرې، ګوشتې، کوز کونړ، لعلپورې او بټي کوټ ولسواليو کې جوړ شوي دي.

د ننګرهار د کرنې ریاست چارواکو په وینا، چې په دې فارمونو کې د کارپ کورنۍ اړوند ګراس، سلور، لاهو او موري په نومونو کبان روزل کيږي.
په سره رود ولسوالۍ کې د کبانو يوه هيچري هم شتون لري او همدا راز کرنې رياست په پلان کې لري چې راتلونکی کال په عبدالخېلو سيمه کې يوه هيچري او سل نور نوي فارمونه جوړ کړي.