مسکو وایي چې سوله ییز ژوند ته د طالبانو راګرځولو لپاره د لنډمهالي حکومت ملاتړ کوي

روهي (نۍ/۲۳ د کب)، روسیه وایي، چې په افغانستان کې سوله ییز ژوند ته د طالبانو د بېرته راګرځېدو لپاره د لنډمهالي حکومت ملاتړ کوي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویانده ماریا زخارووا وايي، سوله ییز او عادي ژوند ته د طالبانو د بېرته راګرځېدو لپاره په افغانستان کې لنډمهاله حکومت یو منطقي حل دی او مسکو یې ملاتړ کوي.

مسکو داسې مهال په افغانستان کې د لنډمهالي حکومت ملاتړ څرګندوي چې ویل کیږي امریکا په افغانستان کې د ټولو اړخونو څخه د یو لنډمهالي حکومت طرحه چمتو کړې او ویل کیږي چې طالبان به هم ددې حکومت برخه وي.

د یادونې ده، چې تازه د روسیې حکومت د افغان سولې په برخه کې د افغان او طالب چارواکو په ګډون په مسکو کې د یو کنفرانس د جوړیدو خبر ورکړی چې ویل کیږي دواړه خواوې به پکې ګډون ولري.