 
        	    
                    
                                    
                    روهي (  نۍ / ۲۳ د کب )، طالبان وايي هلمند کې د حکومت یوه کشفي الوتکه تر لوېدو وروسته د دوی لاس ته ورغلې ده. 
 
د طالبانو ویاند قاري محمد یوسف احمدي پر خپل رسمي ټویټر پاڼه له دغه خپور کړي عکس سره لیکلي چې دا الوتکه پرون مازیګر د ناوې ولسوالۍ په جرنامو سیمه کې غورځېدلې ده او د دوی لاس ته ورغلي.
 
دفاع وزارت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
                  
 
             
             
								    
                  
                  								 
								    
                  
                  								