د کورنیو چارو وزارت د بې اسناده موټرو د نیول کیدو خبرداری ورکړی

روهي (نۍ/۲۳ د کب)، د کورنیو چارو وزارت وایي، چې د بې اسناده موټرو د ثبت د تمدید وخت پای ته رسېدلی. 

د کورنیو چارو وزارت له لورې په همدې موخه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلې چې له دې وروسته به ټول بې اسناده موټر ونیول شي او خبرادری یې ورکړی چې د وسایطو د ګرځونې په برخه کې جدي څارنه روانه ده او که چېرې بې اسناده موټر تشخیص شي، په هماغه شېبه درول کېږي.

کورنیو چارو وزارت زیاتوي، چې په وروستیو کې لیدل شوي چې د دولت مخالفو ډلو او انسان تښتوونکو د بې اسناده موټرو په وسیله په جنایت لاس پورې کړی نو د همدې کبله بې اسنادو موټر د پولیسو لخوا درول کېږي او خپله کس تر څېړنو لاندې نیول کېږي.