امریکا د وژل شوي جورج فلویډ کورنۍ ته ۲۷ میلیونه ډالر د جرمانې په توګه ورکوي

روهي (نۍ/۲۳ د کب)، د راپورونو له مخې د امریکا حکومت د وژل شوي تور پوستې جورج فلویډ کورنۍ ته د ۲۷ میلیونه د ورکړې پریکړه کړې.

د امریکا د مینه سوتا ایالت د میناپولیس ښار محکمې پرېکړه کړې چې حکومت به د جورج فلویډ کورنۍ ته چې د پولیس له لوري وژل شوی و ۲۷ میلیونه ډالر جرمانه ورکوي. 

جورج فلویډ تېر کال د پولیسو له لوري نیول شوی و، چې بیا د نیولو پر وخت د سخت فشار له امله ومړ او دې مسئلې د نړۍ په کچه ګڼ  غبرګونونه را وپارول او تازه د امریکا حکومت د نوموړي کورنۍ ته د ۲۷ میلیونه ډالرو د ورکړې پریکړه کړې.