قرغزستان او ازبکستان په خپلو منځونو کې د پولې پر سر شته ستونزې هواروي

روهي (نۍ/۲۳ د کب)، د قرغزستان او ازبکستان ولسمشرانو د ازبکستان په پلازمینه تاکشند کې د لیدنې پرمهال هوکړه کړې چې د پولې پر سر شته  ستونزو ته به په راتلونکو دریو میاشتو کې د پای ټکی کیږدي.

په همدې موخه د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف پرون جمعه د مارچ په۱۲مه په تاشکند کې له خپل قرغزي سیال صدرجباروف سره په خبرو کې د دواړو هېوادونو د پولې پر سر د ستونزو د هواري وویل او په خبره یې چې دا یوه جدي ستونزه ده چې زموږ خلک یې د سمېدو په تمه دي.

د پولې پر سر ستونزه د دغو دوو هېوادونو ترمنځ له هغه وخت رامنځته شوه له کله چې دواړو هېوادونو په ۱۹۹۱میلادي کال کې د پخواني شوروي اتحاد څخه خپلواکي واخېسته.