ملګرو ملتونو په افغانستان کې د هدفي بریدونو د ژر تر ژره بندیدو غوښتنه کړې

روهي (نۍ/ ۲۳ د کب)، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا تازه پرون په یوه اعلامیه کې په افغانستان کې د روانو هدفي بریدونو د بندیدو غوښتنه کړې.
 
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په وینا چې په یادو بریدونو کې د ښځو په ګډون ملکي کارکوونکي، حقوق پوهان، د رسنیو غړي، ډاکټران او د بشر حقونو فعالان په نښه او وژل کیږي.
 
ملګرو ملتونو که څه هم ددې بریدونو پړه په کومه ډله نه ده ور اچولې خو ددې بریدونو د دوام په تړاو یې ژوره اندېښنه یې ښودلې او پکې د ښکېلو کسانو د نیولو غوښتنه یې کړې ده.
 
د یادونې وړ ده چې د طالب او حکومتي پلاوو ترمنځ د افغان سولې پروسې له پېل وروسته په هېواد کې هدفي وژنو زور اخیستی او حکومت تل ددې بریدونو پړه پر طالبانو ور اچولې خو طالبانو بیا په دې بریدونو کې لاس لرل رد کړې دي.