هرات ښار کې چادونې ۶۰ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده

روهي (نۍ/۲۳ د کب)، تېره شپه ناوخته هرات ښار کې چادونه شوې چې د ځایي مسؤلینو په وینا تر دا مهاله لږ تر لږه ۷ کسان وژل شوي او ۵۳ نور ټپیان دي.

چادونه تېر ماسخوتن شاواخوا ۹:۳۰ بجې د هرات ښار ۱۴ امنیتي حوزې اړوند سیمه کې شوې ده.
ځایي چارواکي وایي، چې په چادونه کې تر دا مهاله ۹ امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې چې یو یې وژل شوی او اته نور ټپیان دي.

اخوا بیا د هرات د حوزوي روغتون د رسنیو د څانګې مسؤل محمد رفیق شېرزي رسنیو سره په خبرو کې جوته کړې چې تر اوسه په وژل شویو کې یو پوځي، دوه ښځې، درې ماشومان او دوه نارینه شامل دي.

د پېښې په تړاو د کورنیو چارو وزارت ویلې چې د یادې موټر بم حملې په پایله کې پېښې ته نږدې ګڼ کورونه هم ویجاړ او زیانمن شوې دي.