د افغانستان فوټبال ملي لوبډلې د لوبو نېټه او ځای اعلان شول

روهي (نۍ/۲۳ د کب)، د نړیوال کپ انتخابي او د اسیا د ملتونو جام د سیالیو تر بیا ځلي ځنډېدو وروسته د اسیا فوټبال کنفدراسیون نن د دغو سیالیو د نېټې او ځای د مشخصولو اعلان وکړ.
 
د AFC له خوا د افغانستان فوټبال فدراسیون ته په رسمي مکتوب کې راغلي، چې د E ګروپ سیالۍ به چې افغانستان هم په همدغه ګروپ کې دی، په متمرکز ډول او د ۱۲ ورځو په بهیر کې د قطر په کوربه توب ترسره کېږي. 

د افغانستان درېیو پاتې لوبو مهالوېش په لاندې توګه دی:
بنګله دېش – افغانستان، د ۱۴۰۰ لمریز کال د غبرګولي ۱۳، جون ۳، ۲۰۲۱
افغانستان – عمان، د ۱۴۰۰ لمریز کال د غبرګولي ۲۱، جون ۱۱، ۲۰۲۱
هند – افغانستان، د ۱۴۰۰ لمریز د غبرګولي ۲۵، جون ۱۵، ۲۰۲۱