مسکو: مونږ يې ملاتړ کوو؛ افغانستان کې دې لنډمهاله حکومت جوړ شي

روهي (جمعه/۲۲ د کب)، د روسيې بهرنيو چارو وزارت په يوې خبرپاڼې کې ويلي دي چې روسيه افغانستان کې د يو لنډمهاله حکومت د جوړېدو ملاتړ کوي چې طالبان يې هم برخه وسي. 

د روسيې بهرنيو چارو وزارت خبرپاڼه زياتوي چې د سولې بهير د بريا او له اوسني وضعيته د افغانستان د وتلو لپاره بنسټيزه لار دا ده چې د اوسني حکومت پر ځای يوه لنډمهاله اداره جوړه شي. 

د روسيې بهرنيو چارو وزارت دا څرګندونې له هغې ناستې وړاندې رسنيزې کيږي چې د مارچ په ۱۸مه مسکو کې جوړيږي او افغان حکومت هم ورته بلل شوی دی. 

مسکو کې د افغان سولې په اړه ناسته کې د ګډون او نه ګډون په اړه تر اوسه افغان حکومت خپله پرېکړه نه ده رسنيزه کړې.