.jpg)
روهي (جمعه/۲۲ د کب)، د اوبو د چارو تنظیم اداره وایي، چې په ننګرهار ولایت کې د مروارید ۲ کانال پروژې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
دغه پروژه د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې لخوا د اوبو مدیریت او د کرنیزو ځمکو زیاتوالي په موخه د ننګرهار ولایت په خېوې ولسوالۍ کې تطبیق کیږي.
د یادې ادارې په وینا چې د دغې پروژې پلي کولو سره د یاد کانال د اوبو لګولو ظرفیت ۴۹۳ هکټاره لوړ شو، چې ټول ټال به ۸۵۰ هکټاره کرنیزه ځمکه خړوبوي او له دغه کانال څخه به ۳۳۵۰ کورنۍ ګټه پورته کوي.