د خپل زوړ کالج یاد

خپل کالج مې را یادیږي
هم یې رنګ په رنګ ګلونه
هغه مستې مستې پېغلې
چې روان وو قطارونه

نشته غږ د ښاپیریو
نه انداز د ښکلو جونو
نه خبرې جادوګرېْ
نه اواز د ښکلو جونو

نه لیلا شته، نه یې سیوری
نه محفل شته د رندانو
نه د راز خبرې اورم
نه کېسې د مینانو

اوس کالج هم په ژړا دی
چمنونه یې بدرنګ دي
ټولې لارې یې خړې پړې
ټول بڼونه یې بدرنګ دي

ستا راتلو لارې ته ګوري
هره ونه یې کږه ده
هر یو بوټی تږی تږی
ستا لیدو ته یې تلوسه ده

هر تعمیر یې پېکه شوی
ګل رنګو یې کډه کړې
هر میدان یې توره دښته
ګلابو یې کډه کړې

څه تیاره ده په رباط کې
را یادیږي ستا خیالونه
څه د غم په ټغر ناست یم
څه د غم وینم خوبونه

هدیره ده خاموشي ده
ځوږ او شور د مینې نشته
هلته سوړ جهنم پروت دی
هلته اور د مینې نشته

را ته ښه مې وه جونګړه
چې بچی د خپل وطن وم
نه په زړه باندې سوری وم
نه مین وم، نه غمجن وم

د جنت ښار کې اوسېږم
په بنګله کې په ژړا یم
نوی ساه مې د دردونو
په ارمان د ورک اروا یم

یا د مړ وای کوچنیتوب کې
یا د نه وای پیدا شوی
نه به وم په زړه داغلی
نه به ومه سوی لوی

بیا له نوې درده ژاړم
بیا مې نوی هجرت کړی
د جانان له پستې غېږې
د بیلتون بادونو وړی