
روهي (پنځه نۍ/۲۱ د کب)، د جمعيت ګوند اجرائيوي رئيس او د بلخ والي جنرال عطا محمد نور نن ورځ کابل کې د پاکستان له سفير سره کتلي دي. عطا محمد نور ويلي چې دې لېدنه کې د پاکستان له سفير منصور خان د افغانستان د سولې پر بهير او يو شمېر نورو مسايلو خبرې شوې دي.
عطا محمد نور ويلي دي چې د منصور خان له خوا اسلام اباد ته د يو سفر رسمي بلنه هم ورکړل شوې ده. عطا محمد نور پاکستان ته د خپل سفر په اړه نور جزئيات نه دي خپاره کړي.
له دې وړاندې د پاکستان په رسمي بلنو د مصالحې عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله، د ولسي جرګې رئيس مير رحمان رحماني، د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار، محمد کريم خليلي او احمد ولي مسعود پاکستان ته په رسمي سفرونو تللي وو.